معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / باميانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او دوه نور ژوبل شول

باميانو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ او دوه نور ژوبل شول

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۲ مه نېټه):
د بامیان ولایت د امنیې قومندانۍ د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا یوه نیمه بجه د کابل_بامیانو پر لویه لار د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله یو تن مړ او دوه نور ټپیان دي.
د خبرپاڼې له مخې دغه موټر له کابل ولايت څخه د پنجاب ولسوالۍ په لور روان و چې دغې پېښې سره مخ شول.
دې وروستیو کې د سړکونو د خرابوالي او موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ټرافیکې پېښې زیاتې شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس