کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
په داسې حال کې چې د نوی زېږدیز کال له پیل سره سم پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټی ټی پی له لوری پر پاکستان د حاکمیت په موخه د امیر المؤمنین په ګډون وزیران او والیان وټاکل شول، د امریکا ملی راډیو (NPR) د پاکستان له پلازمېنې اسلام آباد څخه په یو راپور کې ویلی، اوسمهال پاکستان تر بل هر وخت ډېر له سختو امنیتی او اقتصادی ننګونو سره مخ دی.
دغې رسنۍ زیاته کړې چې هره ورځ له یاد هېواده پانګه په وتلو ده او د دې ویره ډېره شته چې پاکستان کې روان کال ستر خطرناک ترورریستی بریدونه هم ترسره شی.
دغه رسنۍ په داسې مهال پاکستان د سختو ستونزو سره مخ ګڼی، چې پاکستانی حکومت له یوه لوری خپلو پاکستانی طالبانو، له بل لوری بلوڅو بېلتون غوښتونکو او په سیاسی اړخ کې بیا هند سره د کشمیر پر سر د ناندریو ترڅنګ د پښتون ژغورنې غورځنګ له سختو فشارونو لاندې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ