د پاکستان استخباراتی ادارې دوه لوړ پوړی افسران وژل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پنجاب آیالت کې له ترهګرۍ سره د مبارزې د ځانګړې ادارې دوه تنه لوړ پوړی افسران د یوه نامعلوم وسلوال لخوا وژل شوی دی.
پاکستانی رسنیو ویلی، دا پېښه تېره ورځ د پنجاب ایالت په خانیوال سیمه کې رامنځته شوې ده چې په اړه یې ځایی پولیسو ویلی، د نوید صادق او ناصر بټ په نومونو دغه دوه افسران د سړک په غاړه په یوه هوټل کې ډوډۍ خوړلو پرمهال د یو وسلوال برید ښکار شول.
ځایی پولیسو زیاته کړې چې بریدګر له سیمې څخه تښتېدلی، خو زیاتوی چې دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دی.
بلخوا په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو هم خپره شوې، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوی نوید صادق ته د زړورتیا مډال ورکوی.
دې وروستیو کې د پاکستانی طالبانو له لوری د پاکستانی حکومت پر پوستو او اشخاصو بریدونو زور کړی چې له امله یې حکومتی مشران وارخطا شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.