د ایران په لاریونونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
له ایرانه بهر د هغو رسنیو د خبر له مخې چې د دغه هېواد لپاره خپرونې او نشرات کوی، ایران کې د لاریونونو پرمهال د وژل شویو کسانو شمېر له پنځو سوو څخه واوښت.
دغو رسنیو د ایران د بشری حقونو د فعالانو خبری ادارې یا هرانا له قوله راپور ورکړی، چې د روانو لاریونونو په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۶ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه راپور د معلوماتو پر بنسټ په وژل شویو کسانو کې ۷۰ تنه داسې دی چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم وو.
په راپور کې ادعا شوې ۱۹ زره لاریونوال د حکومت له لوری نیول شوی هم دی، چې تر دې مهاله یې فقد د ۴ زرو او ۵۶۶ تنو هویتونه تثبیت شوی دی.
د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ په اوسلو کې مېشتې د ایران د بشری حقونو شورا په ورته یوه راپور کې ویلی وو چې د سلو په شاوخوا کې ایرانی معترضین د اعدامېدو له ګواښ سره مخ دی.
حجاب پر سر د ایران حکومت له لوری د مهسا امینی تر بندی کولو او بیا په بند کې د نوموړې تر مړینې وروسته دغه قهرجن لاریونونه پیل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.