کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې په سوریه کې اوو مرسته رسوونکو ادارو له ملګرو ملتونو غوښتی چې سوریه کې دې د بشری مرستو په تړاو ۲۶۴۲ مه شمېره پرېکړه لیک تمدید کړی. دوی زیاته کړې، چې د یاد پرېکړه لیک د نه تمدیدیدو او سوریې ته د بشری مرستو د درېدو په صورت کې به په دغه هېواد کې لوی بشری ناورین رامنځته شی.
د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې، د کډوالۍ نړیوال سازمان، یونیسف، د خوړو نړیوال سازمان، د وګړو صندوق او د کډوالو عالی کمېشنرۍ د یاد ناورین د مخنیوی په موخه په یوه ګډه اعلامیه کې له سوریې سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دوی ویلی چې که د ملګرو ملتونو ۲۶۴۲ مه شمېره پرېکړه لیک تمدید نه کړ، نو په سوریه کې به ۴.۱ میلیونه خلک له ناورین سره مخ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ