د درونټې برېښناکوټ دویم نمبر توربین په اساسی شکل ترمیم شو

جلال آباد- ګهیځ نیوز( د مرغومی ۱۴مه ۱۴۰۱):
د درونټې برېښناکوټ دویم توربین (ماشین) چې له څه مودې راهیسې د ځینو تخنیکی ستونزو له امله له فعالیته لوېدلی و، په اساسی ډول ترمیم او بیا ځلی فعالیت ته آماده کړای شو.
د برېښنا ریاست د خبر پاڼې له مخې د دې توربین شافټ او نور تجهیزات د برښناکوټ د پُرکاره او مسلکی تخنیکی کارکوونکو له لوری تر دوه میاشتنیو پرله‌پسې هلو ځلو وروسته په اساسی شکل ترمیم شول.
د خبر پاڼې تر مخه د ننګرهار برېښنا رئیس مولوی جان محمد انقلابی د دویم نمبر توربین د پرانیستې پر مهال د برېښناکوټ له ټولو مسئولینو او تخنیکی کارکوونکو مننه وکړه او د هغوی هڅې او زحمتونه یې وستایل .
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې به د درونټې برېښناکوټ توربینونه د خرابېدو پر مهال د روسی انجینرانو له لوری ترمیمېدل او افغانستان ته د هغوی په انتقال او مېشت کېد به لوړ مالی لګښتونه راتلل.
بل خوا د دویم نمبر توربین تر ترمیمېدو او بیا ځلی فعالېدو وروسته به اوس د برېښناکوټ د تولید ظرفیت خپل اعظمی حد ته ورسیږی او د ښاریانو د برېښنا د کمښت او پرچاوۍ ستونزې به تر ډېره ورسره حل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.