کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې او متحده عربی اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفونی خبرو کې پر افغان ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو په اړه خبرې کړی.
دغو خبرو کې مولود چاوش اوغلو له شیخ عبدالله بن زید النهیان دواړو په ګډه د افغانستان له اوسنیو حاکمانو غوښتی چې د ښځو د تعلیم او کار پر پرېکړو دې له سره غور وکړی.
النهیان په دغو خبرو کې د سرپرست افغان حکومت له لوری پر نجونو لګول شوی بندیزونه د بشر له بنسټیزو حقونو سرغړونه بللې.
د دغو دوو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لخوا ټیلیفونی خبرو کې د افغانستان په اړه خبرې په داسې مهال کیږی چې افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د لګول شویو محدودیتونو له امله د نړۍ پراخ غبرګونونه لا دوام لری.
د دوی د څرګندونو په غبرګون کې لا افغان حکومت څۀ نه دی ویلی، خو تېر کې یې ویلی چې دوی د اسلامی شریعت او افغانی دود په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ