ملا برادر د امو سیند حوزې تېلو د معیاری استخراج غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۵ مه نېټه):
یو شمېر رسنیو خبر ورکړی چې د آمو سیند حوزې د تېلو د استخراج قرارداد یوې چینایی کمپنۍ ګټلی دی.
د ریاست‌ الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر د آمو سیند حوزې د تېلو د استخراج د تړون په مراسمو کې د نوموړی کمپنۍ له مسوولینو غوښتنه وکړه چې تېل دې له نړیوالو معیارونو سره سم استخراج کړی.
برادر دغې کمپنۍ ته په دې برخه کې د دولتی بنسټونو د همکارۍ ډاډ هم ورکړ.
نوموړی زیاته کړه چې د دې قرارداد په مرسته به د افغانستان اقتصاد لا پیاوړی او د تېلو له پلوه به پر ځان بسیا کېدو ته نږدې شی.
د معلوماتو له مخې افغانستان کې افغان – تاجک، آمو سیند، هرات، هلمند او کټواز کې د تېلو سترې حوزې شته، چې د خامو تېلو تخمینی ذخایر یې یو اعشاریه اته میلیارد بوشکو ته رسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.