هېواد کې د هوا ککړتیا او وچکالۍ له امله ناروغیو ډېرښت موندلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
که څۀ هم د اټکل له مخې نن او سبا کابل کې د واورې د اورښت اټکل شوی، خو بیا هم روغتیا پالان وایی چې د هوا ککړتیا او اورښتونو د کمښت له امله موسمی ناروغۍ ډېرې شوې دی.
مرکز کابل کې د اندراګاندی روغتون ډاکټران وایی، د هوا سړېدو او چاپېریال ککړتیا له امله په ماشومانو کې د نمونیا یا سینه بغل ناروغی تر پخوا دوه برابره زیاته شوې ده.
د دغې روغتون مسوولینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې که څه هم دوی ته د یو شمېر مرستندویو غیر حکومتی موسسو له لوری درمل ورکول کیږی، خو بیا هم د هوا ککړتیا له امله د ناروغانو شمېر دومره زیات شوی چې دوی ورته په سمه توګه رسیدګی نشی کولی.
د راپورونو له مخې د اندراګاندی په روغتون کې د نمونیا یا سینه بغل لپاره په ځانګړی شوی وارډ کې په یوه بستر باندې دوه او درې ماشومان پراته دی.
د مرکز کابل سربېره ولایاتو کې هم د هوا ککړتیا او وچکالۍ راپورونه ورکول شوی، چې لۀ امله یې نۀ یوازې د سینه او ټوخی په ګډون نورو ناروغیو سرایت کړی، بلکې د کجکی برېښنا بند په ګډون یې د اوبو ډېری زېرمې هم تشې کړې دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.