د اوبو کمښت له امله پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د هلمند په کجکی بند کې د اوبو کمښت له امله پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا پرې شوې.
د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلی، د هلمند په کجکی بند کې د اوبو کموالی له امله چارواکو پرېکړه کړې چې پر هلمند او کندهار ولایتونو برېښنا بنده کړی.
نوموړی زیاته کړې چې کله پر بند اوبه زیاتې شې، بېرته به برېښنا په عادی ډول هلمند او کندهار ته برېښنا ورکړل شی.
د کجکی بند د ۱۵۱ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لری. د دغه بند برېښنا د کندهار ولایت مرکز او ځینو سیمو او دغه راز د هلمند مرکز او سنګین، موسی کلا او کجکی ولسوالیو ته ورکول کېده.
دا په داسې حال کې ده چې د وچکالۍ له امله د هېواد په نورو ولایتونو کې هم خلک له ستونزو سره مخ شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.