کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د ماشومانو د خوندیتابه نړیوالې ټولنې یا سیف د چېلډرن خبرداری ورکړی، چې په مرستندویه موسسو او نادولتی ادارو کې د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې ډېر شمېر ماشومان کار کولو ته اړ کړی.
دې ټولنې زیاته کړې، دا بندیز به ډېر ماشومان اړ کړی چې بېرته د سړک پر سر، کارخونو او یا د خلکو په کورونو کې سخت او شاقه کارونه وکړی، ځکه د دوی په خبره پر دوی هغه خدمتونو او مرستې اوس د افغانستان د سرپرست حکومت د بندیز له امله درېدلې دی.
د دغې ادارې د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال افغانستان کې ۲۸ میلیونه ماشومان او لویان بشری مرستو ته اړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ