کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن یو وار بیا تور پورې کړی، چې ایران له روسیې سره پوځی مرسته کوی.
نوموړی پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلی، ایران روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکوی او د اوکراین او روسیې ترمنځ روانې جګړې ته دغه هېواد لمن وهی. نوموړی دغه راز لیکلی، امریکا د ایران د بې پیلوټه الوتکو او بالیستیک توغندیو په پروګرامونو کې پر ښکېلو اوو کسانو بندیز هم لګولی.
امریکا تر دې وړاندې ویلی وو چې ایران او روسیه یو د بل قوی ملاتړی هېوادونه دی.
که څه هم تر دا دمه د دغو تازه تورونو په اړه ایرانی چارواکو نظر نه دی څرګند کړی، خو تېر کې بیا د اوکراین په جګړه کې له روسیې سره د مرستو خبرونه رد کړی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ