کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلی، چې د نن ورځې تر پایه به د پاکستان کراچۍ له زندانونو د ۹۷ ماشومانو او ۵۴ مېرمنو په ګډون ۵۲۴ تنه افغانان خوشې شی.
سفارت په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې د دې زندانیانو د ترانسپورت، د لارې او خوراک_څښاک او جامو ټول لګښتونه د سفارت او قونسلګرۍ له لوری ورکول کیږی.
څو ورځې مخکې اسوشېتېډ پریس خبری آژانس د پاکستانی پولیسو او چارواکو له قوله خبر ورکړی و چې د دغه هېواد په زندانونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر افغان کډوال بندیان دی، چې د راپورونو له مخې ډېری یې ځورول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ