د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو لپاره د ناروې کمېټې له عمومی رییس سره کتلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، په دې کتنه کې د کډوالو چارو وزیر د ناروې کمېټې له مشر یان اېګلنډ سره د کډوالو او کورنیو بې‌ځایه شویو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې او همدا راز د کډوالو شته ستونزو د هواری په اړه خبرې کړی.
په دغه کتنه کې اېګلنډ ویلی، موسسې یې په تېرو شپږو میاشتو کې ۸ نیم لکه افغانانو ته مرستې رسولی او په راتلونکی کې هم غواړی چې ۷ لکه افغانانو ته مرسته ورسوی.
نوموړی زیاته کړې، دوی دې ته ژمن دی چې مرستې به د اسلامی شریعت او افغانی کلتور سره سمې تر خلکو رسوی، خو غوښتنه یې کړې چې افغان مشران دې د ښځینه قشر کار ته د خپلو اصولو په چوکاټ کې اجازه ورکړی.
په دغه لیدنه کې د کډوالو چارو وزیر نوموړی ته ډاډ ورکړی، چې هڅه یې دا ده څو د ښځو د تعلیم او کار لپاره یو شرعی چوکاټ رامنځته شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.