کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د ځایی سرچینو د معلوماتو له مخې تېره شپه شاوخوا لس بجې د پاکستان له زندانونو څخه ۳ سوه افغانان چې تر دې وړاندې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، له خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې کندهار ته راواوښتل.
د کندهار ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلی، دغو را اوښتل شویو کسانو ته یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړی دی.
دغه آزاد شوی بندیان په داسې مهال خپلو استوګن ځایونو ته ستنیږی چې لا هم ګڼ شمېر افغانان د پاکستان کراچۍ او نورو زندانونو کې بندیان دی.
پاکستان کې افغان سفارت چې د دغو بندیانو د جریمې تایده کولو او خپلو هستوګن ځایونو ته رسولو مصارف په غاړه لری، یادونه کوی چې د پاتې بندیانو خوشې کولو هسې یې هم روانې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ