معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابینې د آمو سیند د تخریب مخنیوي لپاره دوه ملیارده افغانۍ ځانګړې کړې

کابینې د آمو سیند د تخریب مخنیوي لپاره دوه ملیارده افغانۍ ځانګړې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د افغان حکومت د کابینې د پرېکړې پر بنسټ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر په مشرۍ، د یو شمېر وزارتونو او ادرارو استازو په ګډون یوه پلاوي د آمو سیند د ویجاړو سیمو څخه لیدنه کړې.
د کرنې وزارت سرپرست وزیر ویلي، چې حکومت د دغه سیند د تخریب د مخنیوي لپاره دوه میلیارده افغانۍ په پام کې نیولي، څو د لازیاتو ځمکو د تخریب مخنیوی یې وشي.
هغه په دې برخه کې له خیریه بنسټونو غوښتي، چې د خلکو د کرنیزو ځمکو د تخریب په مخنیوي کې مرسته وکړي.
آمو سیند چې د هېواد له مهمو سیندونو څخه دی، له کلونو راهیسې یې زرګونو جریبه ځمکه لاندې کړې، چې اوس یې د سرپرست حکومت د تحکیماتي چارو د رغولو ژمنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس