د پاکستان په بلوچستان کې ترافیکې پېښې شپږ تنه مړه او ۲۸ نور ژوبل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۹ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله سیمه کې د یوه مسافر وړونکی موټر د چپه کېدو له امله شپږ مسافر مړه شوی او شاوخوا ۲۸ نور ژوبل دی.
دغو رسنیو د پاکستانی چاوراکو له قوله ویلی، چې یاد مسافر وړونکی بس له کوَټې څخه خېبر پښتونخوا ته روان و چې د قلعه سیف الله په تورو وسکی سیمه کې یوې ژورې کندې ته لوېدلی دی.
دوی ویلی، د پیښې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دی، چې د سیمې نږدې روغتونونو ته لېږدول شوی دی.
پاکستانی چارواکو په دغه ترافیکی پېښه کې د نهو ټپیانو روغتیایی حالت نازک ښودلی دی.
ویل کیږی چې په دغه مسافر وړونکی بس کې سپاره کسان شعیه زیارت کوونکی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.