ملګرو ملتونو ویلی، افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو ته دوام ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو سیاسی استازولۍ یا یوناما ویلی، دغه سازمان نغدې پیسې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې افغانستان ته لېږدوی چې افغانستان کې د بشردوستانه حیاتی مرستو لپاره د میلیونونه اړمنو کسانو لاسنیوی کې ترې کار اخیستل کیږی.
یوناما ویلی، افغانستان ته د ملګرو ملتونو پر مټ د نغدو پیسو استولو اصلی لامل دا دی چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې کله چې نړیوالو بانکونو څخه افغانستان ته د پیسو د لېږد په سیستم کې ستونزه رامنځته شوه، دغه نغدی مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو له لارې یوه خصوصی بانک ته سپارل کیږی او له هماغه ځایه یې ملګری ملتونه په مصرف رسوی.
ملګری ملتونه وایی، په افغانستان کې له ۲۵ میلیون اړمنو افغانانو سره دا مرستې د دغه سازمان د اړوندو ادارو له لارې لګول کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.