کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د چین له مرستیال سفیر وانګ یؤ سره لیدلی دی.
د راپورونو له مخې دغه لیدنه کې د دواړو لورو د یو بل ترمنځ په پیاوړو ډپیلوماټیکو او اقتصادی اړیکو بحث کړی او
افغان لوری په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چین د هڅولو خبره هم کړې ده.
بلخوا ته وانګ یؤ هم ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به په اقتصادی او سیاسی برخو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکوی.
دې وروستیو کې د کابل پر یو مېلمستون چې چینایی وګړی په کې مېشت و، برید وشو، چې له امله یې یو شمېر چینایان له وېرې افغانستان نه بهر شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ