ننګرهار کې د وسلوالو غلو یو اووه کسیزه ډله بالفعل ونیول شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
ځایی چارواکو ویلی، چې د ننګرهار ولایت استخباراتو ریاست منسوبینو د بهسودو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د وسلوالو غلو اووه کسیزه ډله، چې د مجاهدینو له نوم څخه په ګټې اخیستنې یې د تالاشۍ په بهانه له یو کور څخه غلا کوله، لاس په لاس ونیول.
دوی ویلی چې نیول شویو کسانو سره پنځه میله وسلې، یو فیلډر او یو ټوډی ډوله موټر هم نیول شوی، چې په خپلو جرمونو یې اعتراف هم کړی دی.
یاد وسلوال غله د کندهار، بلخ، کاپیسا او ننګرهار ولایت اوسیدونکی دی، چې د جوړ شوی پلان له مخې کابل څخه دې کور ته د غلا په موخه راغلی وو.
ځایی چارواکو زیانه کړې، نیول شوی کسان استخباراتو ریاست کې تر څېړنو لاندې دی، چې د عدلی او قضایی ارګانونو له لوری به ور سره د شریعت له مخې چلند تر سره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.