ترکیه راتلونکو څو ورځو کې زرګونه افغان کډوال له خپل ملکه وباسی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د ترکیې د کډوالو چارو ادارې ویلی، زرګونه ناقانونه کډوال یې نیولی، چې په کې پنځۀ زره افغان کډوال هم شامل دی.
دوی زیاته کړې چې راتلونکو څو ورځو کې به دغه نیول شوی پنځه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوی.
دوه ورځې وړاندې هم ترکیې ۴۷۷ افغان کډوال له خپل ملکه ووېستل.
د ترکیې د انادولو خبری آژانس د کډوالو چارو ادارې له قوله خبر وکړی، چې د جنورۍ له لومړۍ تر پنځمې نېټې یې په ترکیه کې ټولټال ۲ زره ناقانونه کډوال نیولی، چې زر تنه یې ترې خپلو هېوادونو ته ستانه کړی دی.
په دغو ستانۀ شویو کې افغانان هم شامل و.
د راپورونو له مخې ترکیې پر افغان کډوالو محدودیتونه سخت کړی، چې له مخې یې ترکیه کې له کډوالو سره د ترکی پوله ساتو له لوری د ناوړه چلند ویډیوګانې هم لاس په لاس شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.