د کابل ولایت د علماوو ۲۹ کسیزه شورا جوړه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د کابل ولایت د علماوو دغه ۲۹ کسیزه شورا به د محول شویو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوی.
د سرپرست افغان حکومت له لوری په دغه خپره شوې اعلامیه کې وړاندې راغلی، یاده شورا د افغان حکومت د مشر د فرمان له مخې د چارو د لا ښه والی او سمون په موخه جوړه شوې ده.
دوی زیاته کړې چې عالمان او متنفذین د یادې شورا د مسوولینو او غړو په توګه ټاکل شوی دی.
دغه شورا په داسې مهال ټاکل کیږی، چې یو شمېر اسلامی هېوادونه هم د سرپرست افغان حکومت پر یو شمېر وروستیو پرېکړو ناخوښه او ناراضه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.