کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روغتیانړیوال سازمان په همکارۍ او د ترکیې هېواد په مالی مرسته اتاترک ملی او تخصصی روغتون کې ۱۰ نورې نوې طبی څانګې پرانیستل شوې.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایی، یادو څانګو ته د طبی وسایلو پر پېرودلو باندې ۲۰ میلونه افغانۍ لګښت راغلی دی. د دې څانګو د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت مالی او اداری معین محمد اسحاق صاحب زاده پر ټولو ډاکټرانو غږ وکړ، خپلو خلکو ته په پوره اخلاص کار وکړی.
له بلې خوا د خېریه بنسټونو استازو هم ډاډ ورکړ، چې د صحی خدماتو د معیاری کولو په برخه کې به دوی له افغانستان سره لا زیاتې مرستې وکړی.
په دې مراسمو کې د ترکیې د سفیر مرستیال هم ګډون درلود.
نوموړی وویل چې موږ به د افغانستان له خلکو سره په صحی برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړو.
د اتاترک په ملی او تخصصی روغتون کې دا لس نورې څانګې په داسې مهال پرانیستل کیږی، چې لا هم افغانستان د صحی خدماتو له پلوه ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ