افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ په اړه نوې هوکړې ته رسیدلې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۲ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایی، د اسلام آباد او کابل ترمنځ پر ځینو وارداتی او صادراتی توکو د تعرفې د کمېدو نوې هوکړه شوې ده.
د دغو رسنیو د راپور پر بنسټ، په دې هوکړه کې ویل شوی چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو ۶۰ سلنه مالیه کمیږی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر نقیب الله صافی ویلی، د دې سند په لاسلیک سره به د تعرفې ستونزې هوارې شی او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګری زیاته شی.
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وایی، له اسلام آباد سره د تازه مېوو او سبزیجاتو پر پنځو توکو د ګمرکی تعرفو د کمولو هوکړه شوې او د دغه وزارت چارواکی هڅه کوی چې د ډبرو سکاره هم په نړیوال نرخ وپلوری.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت شمېرې ښیی چې په تېرو اوو میاشتو کې د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت افغانی توکی صادر شوی، چې له دې جملې څخه څه باندې ۷۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکی یوازې پاکستان ته صادر شوی دی.
وړاندې تر دې یو شمېر افغان پانګوالو نیوکه کړې وه چې پاکستانی لوری ورته د سوداګرۍ په برخه کې مشکلات زیات کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.