له ازبکستانه وارداتی برېښنا د تخنیکی ستونزې له امله موقتی پرچاوه شوې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د افغانستان برېښنا شرکت تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د ازبکستان وارداتی برېښنا په دغه هېواد کې دننه د تخنیکی ستونزې له امله پرچاو شوې ده.
دغه شرکت زیاته کړې چې دا ستونزه پرون مازیګر رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د ازبکستان برېښنا مسوولینو ورته ډاډ ورکړی چې هغوی د برېښنا دغې ستونزې د ژر حل لپاره په هڅه کې دی.
دې وروستیو کې د کابل په ګډون د ډېری ولایاتو خلکو د برېښنا ډېرې پرچاوۍ له امله په شکایت و، خو د اوبو او انرژۍ د سرپرست له لوری دغه هېواد سره د برېښنا تر نوې هوکړې وروسته د پرچاوۍ ستونزه تر یو برېده کنټرول شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.