د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره د لوبو نه کولو په اړه له خپلې پرېکړې دفاع کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان سره یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې، دغه پرېکړه د افغان کرکټ او لوبغاړو له سخت غبرګون سره مخ شو.
افغان کرکټ بورډ او لوبغاړو دغه پرېکړه غیر عادلانه بللې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلی، چې د کرکټ لوبه باید له سیاسته جلا وساتل شی.
په غبرګون کې یې یو ځل بیا د اسټرالیا کرکټ ادارې له خپلې پرېکړې په دفاع سره ویلی، کله چې افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ښه شرایط رامنځته شول، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به لوبې بیا پیل شی.
ټاکل شوې وه چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله د مارچ په میاشت کې هند ته له ورزشی سفر وروسته په متحده عربی اماراتو کې د دریو یو ورځنیو نړیوالو لوبو لپاره له خپلو افغان سیالانو سره مخامخ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.