کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د امریکایی رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد په جنوب لویدیځو ایالتونو کې چارواکو ورته ویلی، چې دغلته د سړې هوا او تېز توپان له امله نهه تنه مړه شوی دی.
چارواکو دغه رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې، چې د توپان له وجې ګڼ شمېر کورونه ړنګ شوی او د زرګونو کورنیو لپاره برېښنا هم پرې شوې ده.
سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې ښایی د مړو شویو او ټپی شویو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شی؛ ځکه د دوی په خبره یو شمېر سیمو ته لا هم د ژغورنې او لټون عمله نه ده رسېدلې.
د امریکا د هوا پیژندنې ملی ادارې ویلی چې د جورجیا او الاباما په ایالت کې په توپان کې د باد چټکوالی په ساعت کې ۲۱۴ کیلو متره دی چې خلکو ته یې ډېر مالی او ځانی زیانونه رسولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ