معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نن د امریکایي مرستو بله ۴۰ میلیوني کڅوړه کابل ته ورسېده

نن د امریکایي مرستو بله ۴۰ میلیوني کڅوړه کابل ته ورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک ويلي، د بشري مرستو په دوام کې نن شنبه ۴۰ میلیونه امريکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوي. سرچينې له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته ولېږي.
یاد بانک زياته کړې، هڅه کوي څو د هېوادوالو لپاره غوره بانکي خدمات وړاندې کړي او د اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو نړیوالو مالي او بانكي بنسټونو سره ښي اړيکې ولري.
د بشري مرستو دغه ۴۰ میلیوني کڅوړه په داسې مهال نن کابل ته ورسېده، چې تر دې وړاندې د سرپرست افغان حکومت له لوري پر ښځینه قشر د وروستیو بندیزونو له امله د دغو کڅوړو د بندښت خبرونه خپاره شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس