کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۴ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد د ملګروک ملتو د امنیت شورا د اندېښنو او غوښتنو په غبرګون کې د یو ټویټ په کولو سره ویلی، دوی د امنیت شورا اندېښنې درک کوی، خو هڅه کوی چې ټولې چارې د اسلامی شریعت په رڼا کې تنظیم کړی او د غیر شرعی اقداماتو مخه ونیسی.
مجاهد په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې نړیوالو سازمانونو او هېوادونو دې هم د افغانستان حالات او د خلکو غوښتنې درک کړی او نړیوال بشری موضوعات او انسانی مرستې دې له سیاسی موضوعاتو څخه جلا وساتی.
مجاهد ویلی، دوی په ټولو هغو برخو کې همکارۍ ته ژمن دی، چې له دینی اصولو او ملی ارزښتونو سره برابرې وی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وروستیو حالاتو ناسته کړې او له افغان لوری یې غوښتی چې پر ښځینه قشر دې لګېدلی بندیزونه بېرته واخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ