کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په خېبر پښتونخوا کې د امنیتی حالت پر خرابېدو سخته اندېښنه ښودلې.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلی، په خېبر پښتونخوا کې بریدګر د پولیسو پر مرکزونو بریدونه کوی، پولیس او افسران په نښه کوی او بیا په تېښته بریالی کیږی، چې دا د ژورې اندېښنې خبره ده.
پاکستانی حکومت چې له یوه لوری د کشمیر پر سر هند سره په دښمنۍ اخته ده، په کور دننه پرې له سیاسی اړخه پی ټی ایم ګوند فشار راوستی او له امنیتی پلوه پرې د بلوڅو بېلتون پالو او پاکستانی طالبانو لخوا د روزانه بریدونو ډېرښت له وجې کړۍ راتنګه شوې ده.
د دغو ستونزو سربېره دې وروستیو کې یې د اقتصاد لوېدو هم چارواکی وارخطاء کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ