کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبر له مخې د بلوچستان ایالت په کویټه کې د یوې ګازډبې چاودنې له امله اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
دغو رسنیو ته ځایی سرچینو خبر ورکړی، چې پېښه د کویټې ښار په مسلم اتحاد کالونۍ کې شوې ده.
مړو شویو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.
په روان ژمی موسم کې د ګازو نیونې او چاودنې پېښې ډېرې شوی چې له امله یې یو شمېر خلکو خپل ژوند بایللی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ