کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
نړیوالو رسنیو خبر ورکړی چې روسیې د اوکراین پر بېلابېلو ښارونو یو وار بیا توغندیز بریدونه کړی دی.
سکای نیوز نن یکشنبه په یو راپور کې ویلی، چې د دغو توغندیو له منځه یو یې دنیپرو کې پر یو استوګنځی لګېدلی دی.
د خپرو شویو راپورونو له مخې ډېری توغندی د اوکراینی وګړو پر استونځایونو لګېدلی، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۴ تنه په کې وژل شوی او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان دی.
رسنیو ویلی، چې سیمه کې ۲۲ تنه نور اوس هم نادرکه دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ