کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۵ مه نېټه):
د افغانستان بانک مسوولینو ویلی، چې سبا دوشنبه به ۱۴ میلیونه امریکایی ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړی.
دغه بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولی خدمتونو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر وی، غوښتنه کړې چې په دې داوطلبی کې برخه واخلی.
د افغانستان بانک زیاته کړې، په داوطلبۍ کې ګډون کوونکی دې خپل حسابونه تصفیه کړی.
د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره دغه ډالر اونۍ کې یو یا دوه وار د داوطلبۍ له لارې لیلامیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ