کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، چې کورنیو چارو وزارت له کابل ښاره پر نشه یی توکو ګڼ شمېر روږدی کسان راټول کړی او د درملنې په موخه یې اړوندو روغتونونو ته سپارلی دی.
نوموړی زیاته کړې چې دغه وزارت کې له نشه یی توکو سره د مبارزې معینیت د دې لړۍ په لومړۍ ورځ شاوخوا یو نیم زر روږدی د کابل ښار او شاوخوا سیمو څخه راټول کړی.
ځدراڼ زیاتوی، د وزارت هڅه دا ده چې له کابل وروسته نورو ولایاتو کې هم پر نشه روږدی کسان راټول او د درملنې په موخه یې روغتونونو ته واستوی.
تر دې وړاندې هم پر نشه روږدی کسان د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوی، خو له درملنې وروسته د بې کارۍ او نشه یی توکو ته د اسانۍ لاس رسۍ له امله ګڼ شمېر یې بېرته روږدی شوی دی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ