کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
د اسلامی همکاریو د سازمان مشر حسین ابراهیم طه ویلی، د دوی دوهم پلاوی به د سرپرست افغان حکومت له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړی.
د یاد سازمان مشر زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د حکومت له چارواکو او مشرانو سره د یو شمېر نورو مسایلو ترڅنګ د مېرمنو تعلیم، تحصیل او کار په اړه خبرې وکړی.
تر دې وړاندې هم د اسلامی همکاریو د سازمان یو پلاوی کابل ته سفر کړی و، چې دلته یې د مېرمنو د زده کړو او کار په ګډون پر یو شمېر مهمو موضوعاتو له افغان مشرانو سره بحث او خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ