کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۶ مه نېټه):
هند کې افغان سفارت ویلی، دغه هېواد کې د فارغ شویو افغان پوځیانو سرنوشت او ستونزو ته د رسېدنې په موخه یې له هند حکومت سره په ګډه هڅې روانې کړې دی.
سفارت ویلی، هڅه کوی چې په ګډه د دغو افغان پوځی محصلینو ستونزو ته د رسېدنې بنسټیزې لارې پیدا کړی.
خو بل لور ییا په هند کې له زده کړو فارغ شوی افغان پوځیان وایی، سفارت ورته ویلی، د هند حکومت پرته له دې چې دوی ته افغانستان ته د تلو ټېکټ واخلی، بله کومه مرسته نه شی کولی، خو دغلته افغان سفارت بیا ټینګار کړی چې لومړنی اقدمات یې کړی او لا هم خبرې او بحثونه یې دوام لری، څو له هند حکومت سره په ګډه د دغو فارغ شویو افغان پوځیانو ستونزو ته اساسی او بنیادی لاره ومومی.
افغانستان باندې د اوسنی حکومت تر واکمن کېدو وړاندې د هند پوځی پوهنتونونو او اکاډمیو کې ۱۷۰ تنه د ملی اردو افسران، بریدملان او محصلان پر زده کړو بوخت وو، چې لا هم د دوی له منځه ۱۱۷ تنه هلته په ملکی او پوځی زده کړو بوخت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ