کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلی، چې د کرکت نړیوالې شورا له مشرتابه او استازو سره یې د افغان کرکټ په اړه خبرې_اترې کړی.
میرویس اشرف د اسټرالیا کرکټ بورډ پر وروستۍ پرېکړې خواشینې ښودلې او ویلی یې دی، چې په دې اړه یې د کرکټ نړیوالې شورا ته خپل دریځ روښانه کړی دی.
نوموړی زیاته کړې، چې په یادو ناستو کې یې د کرکټ بورډونو له مشرانو سره د سیالیو په ترسراوی خبرې هم کړی، چې ډېر مثبتې پایلې یې درلودې.
دې وروستیو کې اسټرالیا کرکټ ادارې افغانستان کې پر نجونو او مېرمنو د تازه بندیزونو په غبرګون کې افغان لوبډلې سره کېدونکو دریو یو ورځنیو لوبو له ترسره کېدو ډډه وکړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ