د ښځینه قشر تعلیم او تحصیل په اړه افغان لوری له یوه قطری بنسټ سره خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
د قطر د حمد بن خلیفه پوهنتون د عامه سیاسی علومو استاد سلطان برکات پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د سرپرست افغان حکومت د لوړو زده کړو یو پلاوی سره یې په دوحه کې د افغان نجونو پر زده کړو خبرې کړی.
نوموړی خپل ټویټ کې د دغې لیدنې یو انځور هم خپور کړی، چې پوهنتونونو کې لوړو زده کړو ته د نجونو د لاسرسی په تړاو یې له دغه پلاوی سره تفصیلی خبرې کړی.
افغان لوری تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلی، خو د اطلاعاتو له مخې سرپرست افغان حکومت دې وروستیو کې هڅې چټکې کړی، څو د اسلامی شروطو په چوکاټ کې ښځینه قشر ته د تعلیم او تحصیل زمینه برابره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.