کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۷ مه نېټه):
رسنیو ته د امریکا کالیفورنیا ایالت چارواکو ویلی، دغلته په یو کور کې د ډزو له کبله شپږ تنه وژل شوی چې یوه ۱۷ کلنه مور او شپږ میاشتنی ماشوم یې هم په کې شامل دی.
دا پېښه پرون د کالیفورنیا په مرکز ګوشین په نامه سیمه کې رامنځته شوې ده.
امنیتی چارواکو ویلی، چې د دوو مشکوکو کسانو لټون یې پیل کړی دی.
د پولیسو یو مسوول مایک بادریاکس زیاته کړې، چې د دوو نورو کسانو مړی یې په کور کې دننه وموندل او یو کس زخمی و، چې وروسته بیا په روغتون کې مړ شو.
پولیس وایی فکر کوی چې یوه جنایتکاره ډله په دې قضیې کې دخیله ده. د پولیسو دغه مسوول ویلی، دا یو عادی تاوتریخوالی نه دی، بلکې په خبره یې دا کورنۍ قصداً په نښه شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ