د نجونو تعلیم او کار په اړه خبرو لپاره د ملګرو ملتونو یو لوړ پوړی پلاوی کابل ته راغلی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
ګهیځ ته د ځینو سرچینو د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د سرمنشی په استازیتوب درې تنه به د ښځینه قشر د حقوقو په اړه د سرپرست افغان حکومت له چارواکو سره وګوری.
په یادو درې تنو کې دوه یې مېرمنې او یو نارینه دی.
په دې پلاوی کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله امنه محمد، د دغه سازمان د ښځو د دفتر اجرایوی مشره سیما بحوث او د سیاسی چارو او سولې جوړولو چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال خالد خیاری شامل دی.
یاد پلاوی تر دې وړاندې خلیج او نورو ګاونډیو هېوادونو کې ناستې کړې دی.
د سرپرست افغان حکومت له لوری پر نجونو او ښځو د تحصیل او کار تر بندښت وروسته ګڼ غبرګونونه راوپارېدل، خو افغان لوری وایی، هڅه کوی چې هر څۀ ژر د اسلام په چوکاټ کې زمینه برابره او ښځو ته د تحصیل او کار اجازه ورکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.