غزنی کې د ټرافیکی پېښې له امله درې تنو ژوند بایللی او نهه تنه نور ژوبل دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۸ مه نېټه):
دغه ولایت کې ځایی چارواکو ویلی، یاده پېښه پرون ماښام د اندړو ولسوالۍ اړوند چاردیوال سیمه کې شوې، چې له کبله یې درې تنو ژوند بایللی او نهه نور ژوبل دی.
دوی زیاته کړې، چې په مړو او ټپیانو کې ماشومان او مېرمنې هم شامل دی.
راپورونه وایی، چې د پېښې ټپیان روغتونونو ته وړل شوی، خو د څلورو تنو روغتیایی وضعیت نازک ښودل شوی.
د یادونې وړ ده چې له تېرې اونۍ راهیسې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ترافیکی پېښو ډېرښت موندلی.
موټر چلوونکی د دغو پېښو ډېرښت د لارو خرابوالی او د واورو اورښت ښایی، خو مسوولین بیا ډېری وخت موتر چلوونکی په بې احتیاطۍ تورنوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.