کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې افغانستان لپاره د آغاخان انکشافی شبکې ځانګړی استازی اکبر علی پسنانی د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقی سره لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت مخته د چاودنې له امله شوې مرګ_ژوبلې په اړه تسلیت ووایه او د ټپیانو د درملنې په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه زیاتوی چې نوموړی د افغان حکومت له ښه تعامل څخه په ځانګړې توګه خوست او پکتیکا کې د زلزله ځپلو لپاره د کورونو جوړولو په برخه کې له همکارۍ مننه کړې او یادونه یې کړې، چې نړیوالو سازمانونو او خیریه موسسو ته مشوره ورکړې، چې له افغان حکومت سره همغږی او تعامل د پرمختګ لپاره یوازېنۍ او اغېزمنه لار ده.
دغه کتنه کې متقی د آغاخان انکشافی شبکې د ښه نیت او خدماتو د قدردانۍ تر څنګ په راتلونکې کې هم د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ