ذبیح الله مجاهد د افغانستان په اړه د یو شمېر هېوادونو پالیسی نقد کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
له هېواد ورځپاڼې سره د یوې مرکې پرمهال د افغان حکومت ویاند ویلی، ځینې ستر هېوادونه د خپلو ناسمو پالیسیو له امله په خپله هم افغان حکومت سره تعامل ته نه دی تیار شوی او نور هېوادونه هم له دې کاره منع کوی.
دغه مرکه کې مجاهد زیاته کړې، هر بدلون او نظام چې نوی حاکم شی تر یوې مودې به ستونزې او مشکلات تجربه کوی، ځینې مهم کارونه به لا نه وی شوی او یا به امکانات نه وی ورته برابر شوی، خو مجاهد ټینګار کړی چې دا هېڅکله په دې معنا نه ده چې ګوندې ټول کارونه نه دی ترسره شوی.
نوموړی له نړۍ سره د تعامل او رسمیت پېژندنې برخه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، چې له نړۍ او هېوادونو سره تعامل دوه طرفه لاره ده، له یو طرف څخه په دې برخه کې پرمختک ناممکن دی.
د نوموړی دغه څرګندونې په داسې مهال کوی چې تازه د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقی سره د رسمیت پېژندلو په اړه خبرې_اترې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.