کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن چې شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټیوټ کې یې خبرې کولې،
په افغانستان کې د نجونو، مېرمنو او په ټوله کې د افغانانو د بشری حقونو د خوندیتوب په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلی، د اوسنی افغان حکومت د خبرو او عمل ترمنځ لوی واټن موجود دی.
د نوموړی په خبره اوسنی افغان چارواکی هغه څه چې وایی، نه یې شی کولی او یا هم نه غواړی چې عملی یې کړی.
بلېنکن له افغانستانه د امریکایی سرتېرو له وتو یو ځل بیا دفاع کړې ده او زیاته کړې یې ده چې تر اوسه له افغانستانه امریکا او نړۍ ته کوم جدی ګواښ نشته، خو په خبره یې که کوم ګواښ ولیدل شی دوی به بیا ځل پرې برید وکړی او شته ګواښ به له منځه یوسی.
د نوموړی دغه څرګندونو په اړه تر اوسه افغان لوری خپل نظر نه دی څرګند کړی، خو په تېر کې یې د خپل حکومتولۍ له چوکاټه دفاع کړې وه او ویلی و،.چې د خپلې خاوره د دفاع په موخه بیا هم هر راز قربانۍ ته چمتو دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ