کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
که څه هم له یوه لوری د برېټانیا د نړیوالې پراختیا وزارت ویلی، چې افغانستان کې یې په ۴۷ بنسټونو کې خپل فعالیتونه په بشپړه توګه درولی، خو تازه د برېټانیا د پارلمان ځینو غړو بیا په افغانستان کې د اقتصادی بحران له امله اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په اوسنی وضعیت کې باید له افغانستان سره بشری مرستې کمې نشی.
پارلمان د برېټانیا له بهرنیو چارو وزارت نه غوښتی، چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړی.
د برېټانیا د پارلمان ځینې غړی وایی، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړی بشری مرستو ته اړتیا لری او برېټانیا باید له افغانستان سره خپلې مرستې ونۀ دروی.
د برېټانیا پارلمان په داسې مهال افغانستان سره د بشری مرستو د دوام ډاډ ورکوی، چې د خوړو نړیوال پروګرام د تازه راپور پر بنسټ افغانستان له څه باندې یوه کال راهیسې له بې مخینې لوږې سره مخ دی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ