افغان حکومت د ټاپی پروژې د امنیت لپاره ځانګړی ځواک جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه لومړی نېټه):
ټاپی چې د ترکمنستان افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکې غځولو پروژه ده، د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې یې د کار پیل عملی تړون د دغو هېوادونو ولسمشرانو ترمنځ د ترکمنستان په عشق آباد کې لاسلیک شو، افغانستان کې د نوې واکمنۍ له امله یې په کور دننه پڅ شوی وو.
تازه چې د دغې پروژې تطبیق لپاره هڅې ګړندۍ شوی، د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت وایی، د دغې پروژې عملی چارو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته.
دوی زیاتوی که اړتیا ولیدل شی، د ټاپی پروژې امنیتی چارو لپاره به ځانګړی ځواک جوړ کړی.
دغې ادارې نن د ټاپی او نورو ملی پروژو د امنیتی چارو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې د دغه ډول پروژو د عملی چارو په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې ټاپی د سیمې په کچه یوه مهمه اقتصادی پروژه ده، چې افغان حکومت خپله سیمه کې د دغه ډول ملی پروژو امنیت ته خورا پام کوی.
د اقتصادی چارو پوهان دې پروژې ته د هېواد د اقتصادی زېربنا کې د یوه مهم عنصر په توګه ګوری چې د عملی چارو پیل به یې د افغانانو لپاره یو ښه زېرى وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.