کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د بدخشان پامیر کې د یوې ناپېژاندې ناروغۍ د خپرېدو راپورونه ورکړل شول، عامې روغتیا وزارت یو روغتیایی ټیم د نوې خپرې شوې ناروغۍ د درملنې او کنټرول په موخه د تاجکستان له لارې پامیر ته ولېږلو.
دغې سیمې ته ورغلی یاد ټیم تر تشخیص وروسته ویلی، چې دا ناروغی پرمختللی زکام یا کورونا دی، چې د ډېرې یخنۍ له امله یې مرګ_ژوبله اړولې ده.
دوی اوس دغه سیمه کې صحی وضعیت د ډاډ وړ ګڼی.
تر دې وړاندې د پامیر اوسېدونکو ویلی و، چې دغې ناروغۍ د ۲۱ تنو ژوند اخیستی او لسګونه نور پرې اخته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ