کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند، شفیع الله رحیمی ویلی، هېواد کې د هوا سړېدا، سېلابونو او د ګاز نیولو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۴ تنو ته ورسېد.
نوموړی ویلی، چې د دغو کسانو د مړه کېدو سربېره ۵۰ د اوسېدو ځایونه په بشپړه توګه او یا نیمه ویجاړ شوی دی.
رحیمی زیاته کړې، چې سختې یخنۍ هېواد کې له ۷۰ زرو ډېر څاروی هم له منځه وړی دی.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایی، ولایتونو او زیانمنو سیمو ته د ارزونې او مرستې رسونې لپاره یې مالوماتی ډلګۍ وراستولی دی.
له تېرو نږدې دوو اونیو راپدېخوا د هېواد په مرکز او یو شمېر شمالی او شمال لویدیځو ولایتونو کې د سړې هوا سخته څپه خپره شوې، چې له امله یې دغه سیمه کې اوسېدونکی خلک له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ