افغان حکومت سویډن کې د قرآن کریم سوځونه او بېحرمتی په کلکه غندلې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پېښه په کلکه غندلې او له یاد هېواده یې غوښتی چې عامل ته یې سزا ورکړی.
د افغانستان خارجه وزارت د سویډن حکومت له چارواکو په کلکه غوښتنه کړې، چې د بیا لپاره دې دغه ډول اشخاصو ته اجازه نه ورکوی، څو د اسلام مبارک دین او مسلمانانو پر ضد داسې وحشیانه او پاروونکې کړنې ترسره کړی.
د افغانستان او ترکیې په ګډون ګڼ شمېر مسلمانو هېوادونو پر دغې عمل تند غبرګون ښودلی او عامل ته یې د سختې سزا غوښتنه شوې.
د راپورنو له مخې تېره ورځ په سویډن کې د ترکیې پر ضد لاریونونه شوی او په ترڅ کې یې د سویډن یوه ښی اړخی سیاستوال د پولیسو مخامخ د قرآن کریم ځینو نسخو ته اور اچولی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.