کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونیسف ویلی، دغه کمپاین د هېواد په څلورو حوزو لوېدیځ، جنوب لوېدیځ، جنوب ختیځ او ختیځ کې د څلورو ورځو په ترڅ کې ترسره کیږی.
د معلوماتو له مخې په دغه موده کې به له پنځو کلونو ښکته عمر لرونکی تر پنځه نیم میلیونو ډېر ماشومانو ته د پولیو ویروس پر وړاندې څاڅکی ورکړل شی.
د یونیسف د معلوماتو له مخې په تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې افغانستان د ګوزڼ یا پولیو فقد د دوو مثبتو پېښو شاهد و.
نړۍ کې افغانستان او پاکستان دوه هغه ملکونه دی، چې لا هم په کې ماشومان د پولیو ویروس د شتون له وجې ښکار کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ